ولسمشر غني د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته ورسېد

کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته ورسېد. غني هلته د ګازو نل ليکې ټاپي پروژې د پرانستې لپاره تللی دی، د دغې پروژې په پرانسته کې به د هند او پاکستان لومړي وزيران هم ګډون وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کرنې او مالدارۍ وزير اسد الله ضمير، د کانونو وزير داوود شا صبا، د ابو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د سوداګرۍ وزير همايون رسا، د ولسمشر سلاکار ډاکټر همايون قيومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د نوموړي سلاکار شاکر کارګر او د هرات او فارياب واليان مله دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني به د دې پروژې د پرانستې تر څنګ «د سولې، امنيت او پر مختګ په برخه کې د نړيوالو هم کاريو د بې پرې پاليسو» کانفرانس کې وينا هم وکړي، دغه کانفرانس د سيمې هيوادونو د مشرانو په ګډون جوړېږي.
غني به د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هيواد له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره هم وګوري.


