کورنيو چارو وزارت: بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰ تنه د جنايي جرمنو په تړاو نيول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې ۳۰ تنه د جنايي جرمنو په تړاو نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد ۳۰ تنه په نيمروز، هرات، تخار، باميان، بدخشان او بلخ ولايتونو کې په غلاو، انساني قاچاق، قتل او اخلاقي فساد په جرم نيول شوي دي.
کورنيو چارو وزارت وخت ناوخت په ځينو ولايتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو مجرمين نيسي چې تر نيولو وروسته يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.


