اسلامي جهاد: د مادلین بېړۍ تښتول نړیوال جنایت دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ هغه اقدام په کلکو ټکو غندلی چې صهیونیستي رژیم د مادلین په نامه د بشري مرستو پر بېړۍ کړی او دا یې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

په یوه رسمي اعلامیه کې اسلامي جهاد ویلي:
“د مادلین بېړۍ تښتول یو ښکاره سرغړونه ده، چې د نړیوال قانون خلاف دی، او دا عمل د ‘نړیوال اختطاف’ تر عنوان لاندې راځي.”

اعلامیه زیاتوي چې په دې بېړۍ کې سپاره بشردوسته فعالان چې بې‌درکه کړل شوي، د ټولو هغو ملتونو او نظامونو پر وړاندې دلیل جوړ کړ چې یا چوپ پاتې دي او یا هم د خپلو کمزوریو او وېرې له امله له اقدام کولو عاجز دي.

اسلامي جهاد ټینګار کړی:

> “موږ د اشغالګر رژیم تر څنګ، د هغو نړیوالو حکومتونو او بنسټونو نه هم پوښتنه کوو چې ځانونه د بشر حقونو مدافعین بولي، خو اوس د دغو فعالانو د امنیت او خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه کوي.”

په اعلامیه کې راغلي چې د مادلین پر بېړۍ د حملې پړه نه یوازې پر اسرایيلو ده، بلکې هغه حکومتونه او نړیوال سازمانونه هم مسؤل دي چې د غزې د محاصرې، نسل‌وژنې، او د بشري اصولو خلاف کړنو په وړاندې چوپ پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې د مادلین په نامه بشري بېړۍ د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره روانه شوې وه، خو د اسرایيلو بحري ځواکونو پرې برید وکړ، سپرلۍ یې وتښتولې او تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه.

مربوطه مطالب

Back to top button