غزه کې د حماس برید؛ ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د غزې په شمال کې د فلسطیني مقاومت او صهیونیستي ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې دوه اسرائيلي پوځیان وژل شوي دي.

د حماس د نظامي څانګې، القسام، یوې اعلامیې کې ویل شوي چې ځواکونو یې د اسرائيلي پوځ پر ټانکونو او عسکرو درانه بریدونه کړي، چې له امله یې دوه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

د راپور په وینا، برید د غزې شمالي برخو کې ترسره شوی، چیرې چې اسرائيلي ځواکونه هڅه کوي مقاومت مات کړي؛ خو سخت مقاومت سره مخ دي.

تر اوسه د اسرائيلو پوځ د عسکرو د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د سیمې عیني شاهدان وايي چې د برید وروسته د اسرائيلي ځواکونو د چورلکو او امبولانسونو حرکتونه لیدل شوي دي.

د حماس نظامي څانګه وايي، د بریدونو لړۍ به تر هغو دوام ولري، څو چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button