کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د غبرګولي میاشتې پر ۱۱مه نېټه، ۱۲ تنه افغان کډوال له پاکستاني زندانونو راخوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د سپین بولدک د سرحدي مدیریت چارواکي وايي، دا کډوال که څه هم قانوني اسناد ورسره ول، خو بیا هم د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د یوې تر پېنځو ورځو پورې بندي پاتې شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې له راستنېدو وروسته نوموړي کسان ثبت او راجسټر شوي او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.