نړیوالې رسنۍ: ایران په اسرائیلو ځپونکي برید ته چمتوالی بشپړ کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴)

نړیوالې رسنۍ رویټرز خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو پر ضد د یو سخت او ځپونکي ځواب لپاره چمتووالی بشپړ کړی، او هره شېبه د یوه پراخ پوځي غبرګون احتمال شته.

ایراني چارواکي بیا وایي، چې د سپاه پاسداران د لوړپوړو قوماندانانو په نښه کېدل، او د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو وروستي بریدونه له سرې کرښې تیرېدل دي او نور به دا ډول تیری بې ځوابه پاتې نه‌ شي.

د اسرائیلو له لوري نن جمعه سهار وختي پر ایران د توغندیزو بریدونو کې د دې هېواد یو شمېر اټومي ساینسپوهان، نظامي مشران او ستراتیژیک تاسیسات هم هدف ګرځول شوي دي. راپورونه وایي، چې په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان حسین سلامي او د یادو ځواکونو د هوایي څانګې د قوماندان سردار امیر علي حاجي‌زاده په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړي ایراني جنرالان وژل شوي دي.

د ایران وسله والو ځواکونو خبرداری ورکړی، چې ځوابي برید به یې وژونکی وي او په هره بیه به د خپلو “شهیدانو” انتقام اخلي.

د نظامي چارو کارپوهان وایي، ایران د خپلو توغندیزو، بې‌پیلوټه او الکترونیکي وسلو سیستمونه په لوړه کچه چمتو کړي دي، او ځانګړي پوځي کنډکونو ته یې هم د لوړې تیارسۍ امر کړی دی.

شنونکي خبرداری ورکوي، که ایران عملي غبرګون وښيي، ښایي سیمه د یوه پراخ نظامي ټکر پر لور ولاړه شي، چې دا به نه یوازې د ایران او اسرائیلو، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button