اسرائیل د درېیو دلایلو له امله د ایران د اتومي بټۍ اصلي برخه (اټومي بټۍ زړه) د له‌منځه وړلو پوځي وړتیا نه لري:

تبصره/ حازم منسي

لومړی دلیل:

د ایران اتومي تاسیسات د ځمکې له سطحې څخه تر ۱۰۰ مترو زیات ژور کې موقعیت لري، چې دا خبره د Janes Satellite Imagery Analysis مرکز له قوله ده. دغه تاسیسات د زاګروس غرونو په منځ کې پټ دي.

د داسې ژور هدف ویجاړولو لپاره یوازینۍ مؤثره وسله GBU-57 بم دی، چې وزن یې ۳۰،۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۱۴،۰۰۰ کیلو ګرامه) دی. دا بم خاص د داسې تاسیساتو لپاره جوړ شوی چې ډېر ژور پټ وي.

دغه ډول بم یوازې امریکا او روسیه لري، او اسرائیل نه یوازې دا چې دا بمونه نه لري، بلکې د دوی د جوړولو ټیکنالوژي هم نه لري. اسرائیل له امریکا دا بمونه غوښتي، خو امریکا تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.

 

دویم دلیل:

د GBU-57 بم لیږدولو لپاره عادي جنګي الوتکې نه شي کارول کېدلای، بلکې دا کار یوازې د B1 Lancer یا B2 Spirit په څېر ستراتیژیکو بم‌افکنو ته اړتیا لري. اسرائیل دا الوتکې هم له امریکا غوښتي، خو امریکا د دغه غوښتنې هم رد کړی.

 

درېیم دلیل:

د ایران د اتومي بټۍ د له‌منځه وړلو لپاره یوازې یوه هوایي حمله کافي نه ده، بلکې دا کار یوه پراخه هوایي کمپاین ته اړتیا لري. د داسې کمپاین لپاره شاوخوا ۱۲۰ جنګي الوتکو ته اړتیا ده – چې پکې قاذفې، د دفاعي سیستمونو د خاموشه کولو الوتکې، او د دښمن د جنګي الوتکو پر وړاندې مقابله کوونکې الوتکې شاملې دي.

دغه الوتکې باید شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره واټن پرې کړي، او د دې لپاره لږ تر لږه ۲۵ د سوخت ورکولو الوتکو ته اړتیا ده. اسرائیل دغه شمېر الوتکې نه لري، او یوازې ۴ د سوخت ورکولو الوتکې به په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کې ترلاسه کړي.

 

مربوطه مطالب

Back to top button