کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې چارواکو اعلان کړی، چې د هېواد ټول مهم اټومي تأسیسات او سایټونه په بشپړه توګه خوندي دي او د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې پیاوړې ساتنه لري.
د یادې ادارې ویاند ویلي، چې اسراییلي رژیم نه یوازې د دغو سایټونو موقعیت نه شي معلومولی، بلکې د هغوی د ویشتلو یا تخریبولو تخنیکي توان هم ورسره نشته. هغه زیاته کړې، چې ایران د تېرو کلونو په ترڅ کې خپل اټومي سایټونه له هر ډول بریدونو څخه د ساتنې لپاره پرمختللي تدابیر نیولي دي.
د ایران د اټومي انرژۍ اداره دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې اسراییلي رسنیو د ایران پر ځینو مهمو تأسیساتو د برید راپور ورکړی وو؛ خو د ایران اټومي اداره ټینګار کوي، چې دا تبلیغاتي جګړه ده او صهیونیستي هڅه کوي خپل ولس او نړیوالو ته دوکه ورکړي. د ویاند په خبره دا ډول منفي تبلیغات د ایران پر اراده هېڅ اغېزه نه شي کولی.















