کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د سیمې د وروستیو امنیتي تحولاتو او د احتمالي غبرګونونو له وېرې، د اسراییلو رژیم خپلو ټولو بهرنیو استازولیو ته امر کړی چې سفارتونه، کونسلګرۍ او دیپلوماتیک دفترونه تر دویم امر پورې وتړي.
د اسراییلي رسنیو په وینا، دا پریکړه وروسته له هغې وشوه، چې د ایران او د هغه د متحدینو له لوري د احتمالي انتقامي بریدونو خبرداری ورکړل شوی. ویل کېږي چې دا اقدام د اسراییلي چارواکو له خوا د “لوړ امنیتي خبرداري” په چوکاټ کې شوی دی.
د راپورونو له مخې، اسراییلي دیپلوماتان له خطرناکو هېوادونو ایستل شوي او د پاتې نورو لپاره هم د خوندیتوب ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
کارپوهان دا ډول اقدام د بېساري وېرې نښه بولي، او زیاتوي چې د صهیونستي رژیم ستراتیژیکه کمزوري ورځ تر بلې په ډاګه کېږي.















