کابل ټکی کام ۲۱کب/۱۳۹۴، راپور: احمدالله مهاجر
ځایي مسئولین وايي، چې طالب مخالفین د جوزجان ولایت د مینګجیک ولسوالۍ دروازو ته رسېدلي دي، او د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره تیارۍ نیسي.
د دولت یو شمېر کارمندانانو هم مرکزي دولت ته خبردارۍ ور کړی دی، که طالب وسله وال د جوزجان ولایت پر یاده ولسوالۍ حمله وکړي، نو د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي به له جدي خطر سره مخ شي.
د دوی له قوله چې د یادې ولسوالۍ امنیتي سرتیري دا مهال د مهماتو د کمبود سره مخ دي.
د ځايي مسئولینو څخه یوه کس رسنیو ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي، چې دا مهال له زرو څخه زیات مسلح طالبان د تیارۍ په حالت کې دي، او په پام کې لري چې پر مینګجیک ولسوالۍ حمله وکړي.
دغې سرچینې همدا راز زیاته کړه، چې د دغه ولسوالۍ پولیس د دوو میاشتو را هیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
سرچینې همدا راز وویل:
«زمونږ ولسوالۍ د مرکز شبرغان څخه ۸۰ کیلو متره او له اقچه څخه ۲۱ کیلو متره فاصله لري، چې په همدې فاصله مونږ دوه میاشتې په دغه لاره د معاش د اخیستلو په موخه د تللو توان نه درلود، که زمونږ دغه روان وضیعت ته پاملرنه ونشي، نو منګجیک ولسوالۍ به ډېره ژر سقوط وکړي.»
د دولتي مامورینو له خولې چې په مینګجیک ولسوالۍ کې امنیتي سرتیري د طالبانو له لورې محاصره کړی شوي دي، او د محاصرې کړۍ یې ورځ تر بلې د تنګېدو په حال کې ده، او هېڅ د تېښتې لار نه لري.
همدا راز امنیتي سرتیري هم مرکزي حکومت ته خبردارۍ ور کوي، که نظامي مهمات او تجهیزات دغه ولسوالۍ ته وا نه ستول شي، نو دغه ولسوالۍ به ډېره ژر سقوط وکړي.
د جوزجان ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري هم د یاد خبر په تأیید کې ویلي دي، چې د دولت مخالف طالب وسله وال په مینګجیک ولسوالۍ کې حضور پیدا کړی دی، مګر وایي، لکه څرنګه چې د یادې ولسوالۍ سقوط خلک انځوروي، داسې نه ده، بلکې طالبان د دغه ولسوالۍ د نیولو جرئت نه لري.
د یادولو ده، چې د را روانو پسرلنیو عملیاتو لپاره طالبانو خپل جنګیالي روزلي دي، او غواړي چې دا ځل د هېواد ولایتونه ونیسي.
















