ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ځایي چارواکو ویلي، نیمروز ولایت ته د ایراني پلاوي له سفر وروسته له افغان چارواکو سره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک شوی، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د سرحدي سوداګرۍ پراخول دي.

د دغه ولایت د اقتصادي همغږۍ مرستیال مجیب حسني ویلي، دا هوکړه په ځانګړي ډول د کوچنۍ سوداګرۍ پراختیا، د سرحدي بازارونو فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې، ایران د شاه‌ګل، میلک او ګمشاد په سیمو کې د سرحدي بازارونو پرانیستلو ته بشپړ چمتو دی، خو عملي کېدل یې د افغان لوري په چمتووالي پورې تړلي دي.

د نوموړي په وینا، په تفاهم‌لیک کې د زیربناوو پراختیا ته هم پام شوی او د دوو سرحدي بازارونو ترمنځ لنډمهاله لاره هم جوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button