روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا، بریتانیا او فرانسه د اټومي وسلو د نه خپرېدو اصول تر پښو لاندې کوي او غیر اټومي هېوادونه په داسې پلانونو کې شاملوي چې د نړیوال ثبات لپاره ګواښ بلل کېږي.

د وزارت په وینا، د ناټو د دفاعي اتحاد تعریف “یوه سیاسي افسانه” ده چې له کلونو مخکې بې‌اعتباره شوې ده.

روسيې ويلي، د بریتانیا او فرانسې د اټومي پروګرام دوام ښيي چې دغه هېوادونه د وسلو د محدودولو له تړونونو د تېښتې هڅه کوي.

همداراز ناټو د روسیې پولو ته نږدې پراختیا “دوامداره جیوپولیتیکي برید” بلل شوی چې د مسکو د ملي امنیت پر ضد دی.

په بیان کې ویل شوي، لوېدیځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو مسوول دی او زیاتره اروپایي پلازمېنې لا هم د دښمنۍ سیاست پر مخ وړي.

روسیه ادعا کوي چې لوېدیځ د اوکراین له وضعیت څخه د روسیې د کمزوري کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button