د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ملا عبدالحق همکار او د ترکي ۷۷ شرکت مسؤولینو ترمنځ په کابل کې ناسته شوې، چې پکې د هېواد د برېښنا سکټور پر روانو پروژو، پرمختګونو او شته ننګونو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ترکي شرکت رئیس سليمان جوليو او مل پلاوي د برېښنا د روانو پروژو تخنیکي وضعیت، د کار بهیر او احتمالي ستونزو په اړه معلومات شریک کړي دي.

دوی په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت د شیخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرمختګ یادونه کړې ده.

بل لور ته، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د یادو پروژو له پرمختګ څخه خوښي ښودلې او ډاډ یې ورکړی چې د ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا لپاره به لازمې همکارۍ دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button