کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه “خاتم الانبیاء” ویانړ “ابراهیم ذوالقفاري” ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د بیا شخړې احتمال لا هم شته او نښې نښانې ښيي چې امریکا خپلو ژمنو ته وفاداره نه ده پاتې شوې.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکايي چارواکو ډېری څرګندونې او اقدامات رسنیز بُعد لري، چې یو هدف یې د تېلو د بیو د لوړېدو مخنیوی او بل یې له هغه کړکېچ څخه د وتلو هڅه ده چې د ده په وینا خپله امریکا رامنځته کړی دی.
ذوالفقاري ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي نوې جګړې او “ناپوهانه اقدام” پر وړاندې په بشپړ چمتووالي کې دي او چمتو دي چې مناسب ځواب ورکړي.
د یادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیا لا هم لوړه ده او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.
















