کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له خپلو منځني ختیځ متحدینو «اسرائیل، قطر، کویت او متحده عربي امارات» سره د ۸.۶ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو پوځي وسلو د پلور نوې تړونونه تصویب شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې قطر ته د پاتریوت د هوايي دفاع او توغندیو د ملاتړ او خدماتو سیستم د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پلورل کېږي. همدارنګه دغه هېواد ته د پرمختللو دقیقو رهبري کېدونکو وسلو (APKWS) سیستم هم نږدې ۹۹۲ میلیون ډالرو په ارزښت منظور شوی دی.
ورته وخت کې کویت ته د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د جګړې د ګډې قوماندې سیسټم او اسرائیل ته هم د ورته پرمختللو وسلو سیستم نږدې ۹۹۲ میلیون ډالرو په ارزښت تصویب شوی دی.
اماراتو ته بیا د همدې وسلو یوه بسته د ۱۴۷ میلیون ډالرو څخه په زیاته اندازه تایید شوې ده.


















