کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزیشکیان د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې هر ډول سمندري کلابندي په حقیقت کې یو پوځي اقدام بلل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې نړیوالې ټولنې د ایران زغم او د سولې نیت په ځلونو لیدلی، خو د ده په وینا اوسنی فشار پر داسې ملت واردېږي چې د خپل دریځ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره هر ډول بیې ورکولو ته چمتو دی.
پزشکیان د امریکا دا تګلاره ظالمانه بللې او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام د زغم وړ نه دی.


















