پر اسرائیلو د ایران برید پیل شو؛ تلأبیب کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د راپورونو له مخې، شیبه وړاندې د ایران له لوري پر اسرائیلو پراخ برید پیل شوی، چې له امله یې د تلأبیب ښار په بېلابېلو سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، خلکو ته ویل شوي چې ژر تر ژره خوندي پناهځایونو ته لاړ شي.
ځینې راپورونه وايي، چې د ایران له لوري لسګونه بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې د اسرائیلو پر لور توغول شوي، چې ځینې یې د هوايي دفاعي سیستمونو لخوا شنډ شوي، خو ځینې نور هدف ته رسېدلي دي.
د بریدونو موخه د اسرائیلو نظامي تاسیسات، استخباراتي مرکزونه، او د مهمو ښارونو زیربناوې ښودل شوي دي.
د تلفاتو او زیانونو په اړه تر دې دمه کره شمېر نه دی ورکړل شوی، خو اسرائیلي رسنیو د څو چاودنو تایید کړی او امنیتي حالت یې «بېسارې اضطراري» بللی دی.
د ایران چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د برید جزیات نه دي خپاره کړي، خو سپاه پاسداران مخکې خبرداری ورکړی و، چې که اسرائیل له بریدونو لاس وانخلي، نو سخت غبرګون به وویني.



