د تهران-تلابیب جګړه؛ د ایراني ځواکونو د تېرې شپې بریدونو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ل)
د تهران او صهیونیستي رژیم تر منځ جګړه نوي پړاو ته داخل شوې، چې وروستي بریدونه یې تېره شپه د ایران د وسلهوالو ځواکونو له لوري د فضا له لارې ترسره شوي دي. دا بریدونه د ایران د اوږده واټن بالستیکو توغندیو په وسیله ترسره شول، چې پراخ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
اسرائیلي رسنۍ ۱۲ خبري آژانس تایید کړې چې د «سجیل» په نوم د ایران پرمختللي ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکي توغندي په بریالیتوب سره د اسرائیلي دفاعي سیستم څخه تېر شوي او پلازمېنه تل ابیب، حیفا او ګڼو نورو ښارونو کې یې مهم پوځي او استخباراتي هدفونه ویشتلي دي. د دغو بریدونو له امله یوازې په “بات یام” ښار کې ۲۰ لوړ پوړیزې ودانۍ په بشپړه توګه برجونه نړېدلي او زرګونه صهیونیستان اړ شوي، چې له سیمې وتښتي.
د عیني شاهدانو په وینا، بریدونه دومره شدید وو چې ټوله شپه سیمه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل. د بیړنیو خدمتو ډلې اوس هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې هڅې کوي.
د ایران دفاع وزارت ویلي، چې دا بریدونه د «وعده صادق» عملیاتو برخه دي، چې هدف یې د صهیونیستي رژیم تیريو ته قوي، مستقیم او محاسبه شوی ځواب ورکول دی. وزارت زیاته کړې، که چیرې صهیونیستي رژیم خپلې یرغلیزې کړنې ونه دروي، نو نور هدفونه به هم د دوی د پرمختللو توغندیو تر بریدونو لاندې راشي.



