سه شنبه, فبروري 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د سامسونګ او صهیونیستي کمپنۍ ترمنځ تړون، د عربي او اسلامي نړۍ د کاروونکو له اجازې پرته جاسوسي روانه ده

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جون 19, 2025
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
14
ځلې شریک شوی
180
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه او ترتیب: د کابل ټکی خبریال/ وحيد افغان

په داسې حال کې چې د اسلامي او عربي نړۍ له صهیونیستي رژیم سره سیاسي او استخباراتي ترینګلتیا دوام لري، یو تازه راپور د یوې نوې استخباراتي دسیسې پرده پورته کړې، چې پکې د نړۍ د یوه مشهور موبایل تولیدوونکي، سامسونګ، نوم هم یاد شوی دی.

راپور وایي، چې سامسونګ په ۲۰۲۲ کال کې له یوې صهیونیستي کمپنۍ (IronSource) سره یو تړون کړی، چې له مخې یې د منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونو کاروونکو ته په سامسونګ موبایلونو کې یو خاص اپلیکېشن (AppCloud) نصب شي، هغه هم پرته له دې چې کاروونکي ترې خبر او یا یې موافق وي.

د AppCloud له لارې د معلوماتو ټولونه

نوموړی اپلیکېشن (AppCloud) د “Aura” په نوم یوه بله برنامه نصبوي، چې کاروونکو ته د مختلفو اپلیکېشنونو د نصب وړاندیز کوي، خو تر شا یې اصلي موخه د کاروونکو د شخصي معلوماتو راټولول دي. د راپورونو له مخې، دا برنامه د کاروونکي IP، بایومتریک معلومات (لکه د ګوتې نښه)، د آلې مشخصات او نور مهم معلومات ټولوي، چې دا هر څه د یو شخصې او دقیقې پېژندنې لپاره کارېدلی شي.

په نښه شوې سیمې او وسایل

د “Smex” په نامه د بشري حقونو مدافع سازمان، چې دا راپور یې خپور کړی، وایي چې دا تړون د سامسونګ د A او M لړۍ موبایلونو لپاره ځانګړی شوی، کوم چې نسبتاً ارزانه او منځني قېمت لرونکي وسایل دي، او زیاتره یې د منځني ختیځ، شمالي افریقا او اسلامي هېوادونو په بازارونو کې رانیول کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې دا اپلیکېشن د هغو سامسونګ موبایلونو کې مخکې له مخکې نصب وي، کوم چې د تړون له نېټې وروسته تولید شوي وي، خو په زاړه نسل وسایلو کې هم د سافټویر له نوي‌ کېدو سره یو ځای په پټه توګه نصبېږي.

د اپلیکېشن له منځه وړل، نږدې ناممکنه

که څه هم سامسونګ کاروونکو ته دا اجازه ورکړې چې له تنظیماتو یې غیر فعال کړي، خو تخنیکي څېړنې ښيي چې برنامه په شالید (background) کې فعال پاتېږي. برسېره پر دې، د دې اپلیکېشن حذف کول ساده نه دي؛ د حذف غوښتنه د یو فورم ډکولو ته اړتیا لري، چې اصلاً نه دی موجود، او یوازې د Android Debug Tool کارونې یا د موبایل Root کولو له لارې یې له منځه وړل ممکن دي، کوم چې عادي کاروونکي ورته لاسرسی نه لري.

جاسوسي، استخبارات او سایبري جګړه

د سایبري امنیت متخصصین خبرداری ورکوي چې دا ډول تړونونه د یوې لویې ستراتیژیکې دسیسې برخه ده. راپور وایي چې صهیونیستي رژیم د ټکنالوژۍ او استخباراتي وسایلو له لارې غواړي د سیمې د خلکو، حکومتونو او بازارونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، تر څو د هر احتمالي شخړې پر مهال له مخکې چمتو وي او خپل ګټې خوندي کړي.

سره له دې چې سامسونګ تر دې دمه په رسمي توګه د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د بشري حقونو سازمانونه، د معلوماتو خوندیتوب ادارې او فعالان له خلکو غواړي چې د خپلو وسایلو فعالیتونه وڅاري، له بې‌باوره اپلیکېشنونو ځان وساتي، او د خپلو شخصي معلوماتو د خونديتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

دا هم ولولئ

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

مخکینې مطلب

د تهران-تل‌ابیب جګړه؛ د ایراني ځواکونو د تېرې شپې بریدونو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې

بل مطلب

متقي: د ناروې دیپلومات منل د اړیکو نوی فصل دی؛ ناروې: ژر به یو پلاوی کابل ته واستوو

ځانګړي مطالب

خبرونه

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
افغانستان

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
افغانستان

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
خبرونه

د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
خبرونه

په منځګړو د حماس غږ: صهیونیستي رژیم له جنایتونو را وګرځوئ

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026

وروستي

کابینې د کابل اداري کمپلېکس او روغتیايي کادرونو د پرمختګ لپاره غونډه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

یمني ځواکونه: که پر ایران برید وشي سیمه کې به د امریکا- اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړو

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
0

هرات کې د چاپېریال د ساتنې لپاره د پنځوس زره نيالګيو کېنولو لړۍ پيل شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ملېشې پرمختګ حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 17, 2026
0

د اماراتو د ولسمشر د ژوند، ناروغۍ او مړینې په اړه متضاد راپورونه خپاره شوي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 17, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • دفاع وزارت د خپلو دفاعي ځواکونو لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

    17 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 4
  • په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • معمر القذافي کلونه وړاندې د صهیونیستي ریژیم او امریکا د پلانونو په اړه خبرداری ورکړی و

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبيح الله مجاهد: د اسلامي امارت دریځ دادی چې د ایران-امریکا ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې حل شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عراقچي له امريکا سره د اټومي خبرو دویم پړاو لپاره جېنوا ته ورسېد

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حماس د اسرائیلو له لوري د مسجد الاقصی د امام نيول غندلي او د نړیوال اقدام غوښتنه یې وکړه

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

په منځګړو د حماس غږ: صهیونیستي رژیم له جنایتونو را وګرځوئ

کابینې د کابل اداري کمپلېکس او روغتیايي کادرونو د پرمختګ لپاره غونډه وکړه

یمني ځواکونه: که پر ایران برید وشي سیمه کې به د امریکا- اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړو

هرات کې د چاپېریال د ساتنې لپاره د پنځوس زره نيالګيو کېنولو لړۍ پيل شوه

د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ملېشې پرمختګ حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com