کابل ټکی کام ۲۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کاناډا د پولیسو ویاند شارون فرانکس رسنیو ته ویلي دي، چې د دغه هېواد د البیرتا ایالت په کوکران سیمه کې د مسلمانانو د جنازې پر مراسمو برید وشو، چې له کبله یې ۴ کسان ټپیان دي.
فرانکس وویل، چې دا مهال ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
فرانکس زیاته کړه، چې د پېښې څېړنې یې پيل کړي دي، د ده له قوله چې دا پېښه به د د توکم او د دین د نفرت له کبله نه وي را منځته شوي.
















