د یمني ځواکونو خبرداری: که امریکا د ایران پر ضد جګړه کې ښکېله شي، کښتۍ او اډې به یې په نښه کړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو نن یوه رسمي اعلامیه خپره کړې او پکې یې خبرداری ورکړی، چې که امریکا د صهیونیستي رژیم ترڅنګ د ایران پر ضد په احتمالي برید کې ښکېله شي، نو کښتۍ، جنګي بیړۍ به د سره بحیرې په سیمه کې د یمن د ځواکونو تر بریدونو لاندې راشي. وي.

په اعلامیه کې راغلي: چې د اسراییلو له لوري پر ایران پیل شوی برید، د هغو مسلسلو جنایتونو دوام دی چې د فلسطین، لبنان، سوریې، او یمن پر خلکو ترسره شوي، او د صهیونیستي رژیم موخه ټوله سیمه تر خپل واک لاندې راوستل دي.

د اعلامیې له مخې، صهیونیستي رژیم د امریکایي ملاتړ په پوره ډاډ سره هڅه کوي چې د سیمې د هویت، خپلواکۍ او عزت خاتمه وکړي، او د اسلامي امت د یووالي او مقاومت تر ټولو ستر ملاتړی اسلامي ایران له منځه یوسي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو ویاند ‘جنرال یحیی سریع: ویلي، چې دا جګړه یوازې د ایران نه، بلکې د ټول امت جګړه ده، او اسلامي ملتونه باید د ګډ جهاد له لارې د دې تجاوز پر وړاندې ودرېږي. نوموړي ټینګار کړی چې که امریکا مستقیماً د ایران پر ضد برید ته داخلېږي، نو یمني ځواکونو ته به مشروع حق وي چې د امریکا سمندري اهداف او په سیمه کې یې پوځي اډې په نښه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د یمن وسله‌وال ځواکونه له نږدې د سیمې حالات څاري او هر ډول دښمنانه حرکت به له ځنډ پرته د مشروع دفاعي اقدام سره مخ شي.

د اعلامیې په پای کې راغلي یمن د هر هغه اسلامي یا عربي هېواد تر څنګ ولاړ دی چې د صهیونیستي رژیم له تجاوز سره مخ وي، او د فلسطیني مقاومت ملاتړ یې یوځل بیا خپل شرعي، ایماني او انساني مسؤلیت بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button