د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې غونډې د ګډون په موخه استانبول ته رسېدلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ضيا احمد تکل وايي، چې نوموړي نن په ياده غونډه کې ګډون وکړ او ټاکل شوې ده ناستې ته وينا هم وکړي.

د بهرنيو چارو وزير به د غونډې په څنډه کې د ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره جلا جلا ليدنې ولري او د دوه اړخیزو او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

ياده غونډه، چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو موضوعاتو پر همغږۍ متمرکزه ده، د سيمې لپاره مهمه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button