د واشنګټن بریدونو ته د تهران غبرګون؛ عراق، سوریه او اردن کې امریکایي اډې په نښه شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو تر بریدونو وروسته، تهران سخت غبرګون ښودلی او په هم‌مهاله پوځي عملیاتو کې یې په عراق، سوریه او اردن کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړې دي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یوه ویاند ویلي، چې دا بریدونه د دقیقو بالستیک توغندیو له لارې ترسره شوي دي او ګڼ اهداف یې په نښه کړي دي. د یادو بریدونو هدف د ایران پر اټومي پروګرام د امریکايي یرغل ځواب بلل شوی دی.

سرچینه زیاتوي:

> “موږ امریکا ته دا پیغام ورکوو چې زموږ ملي حاکمیت سره لوبې نه شي کولی، او هر برید به کلک او بې‌ساري ځواب ولري.”

په عراق کې د عین الاسد، په سوریه کې د التنف، او په اردن کې د الأزرق په نوم نظامي اډې هغه هدفونه بلل شوي چې ایران پرې بریدونه کړي دي.

د سیمې ځايي رسنۍ د ځاني تلفاتو او چاودنو راپورونه ورکړي، خو تر اوسه نه امریکا او نه هم ایران د تلفاتو کره شمېر خپور کړی دی.

بل‌خوا، امریکايي چارواکو بریدونه “غیرمسؤولانه” بللي او ویلي یې دي چې واشنګټن به د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره هر اړین ګام پورته کړي.

وضعیت تر دې دمه بې‌ثباته بلل شوی او نړیوال غبرګونونه هم پیل شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي خواشیني څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې د سمدستي ډپلوماټیک حل غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button