پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ دیمونا اټومي بټۍ هدف ګرځول شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د توغندیو په تازه بریدونو کې د اسرائیلو دیمونا اټومي بټۍ په نښه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د غزې د جګړې او د فلسطین پر خلکو د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې یې د صهیونیستي رژیم یو شمېر حساس او ستراتیژیک اهداف تر برید لاندې نیولي دي.

اعلامیه زیاتوي:

> “دیمونا اټومي بټۍ زموږ د توغندیو د لومړني پړاو هدف و، دا یو ځوابي اقدام و چې ترسره او په بریالیتوب پای ته ورسېد.

د بریدونو په پایله کې دیمونا شاوخوا سیمه کې شدیدې چاودنې شوي، او اسرائيلي رسنیو د بیړني حالت اعلان کړی دی.

د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي، چې دیمونا ته نژدې بریدونه شوي خو د دقیقو زیانونو په اړه لا هم څېړنې روانې دي. د یادې بټۍ شاوخوا ساحه نظامي ځواکونو تړلې ده او خبریالانو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.

د نړیوالو چارو شنونکي دا بریدونه د خطرناکو تحولاتو پیل بولي، چې ښايي د سیمې جیوپولېټیک حالت نور هم ترینګلی کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button