کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د سولې لاره وانه خلي، نو راتلونکې بریدونه به تر دې هم ډېر شدید او پراخ وي.
نوموړي دعوه وکړه چې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات په بشپړه توګه له منځه وړل شوي او دا بریدونه یې یو «ستر پوځي بریالیتوب» وباله.
ټرمپ زیاتوي: «لا هم ډېر اهداف شته، او اوس ایران دوه لارې لري: یا دې سوله وکړي، یا دې یوې لویې فاجعې ته چمتو وي.»
ټرمپ اعلان وکړ چې د امريکايي پوځ له خوا به نن د پېنټاګون په ودانۍ کې يو رسمي مطبوعاتي کنفرانس جوړ شي.
نوموړي د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو څخه مننه وکړه او ویې ویل: «موږ لکه يو ټيم کار وکړ، او زه د امريکايي پوځ د مشرانو او ټولو عسکرو مننه کوم چې په دې برید کې یې ونډه واخيسته.»
بل لور ته د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ویلي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد له زړورتيا ډک تاريخي اقدام و، چې د سیمې سياسي معادلې به بدلې کړي.
نتنياهو زياته کړې: «زه ولسمشر ټرمپ ته مننه وايم، ځکه چې ځواک سوله راولي، او امريکا دا ځل له پياوړې ارادې سره عمل وکړ.»
د نړيوالو اړيکو شنونکي باور لري چې دا وضعيت به د سيمې کړکېچ نور هم ژور کړي او د نوي احتمالي جګړې خطر زياتوي.


















