کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د امريکا د استازو جرګې د لږکيانو مشر حکيم جيفريز ويلي، چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختيځ د سولې په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړې او د ده له امله اوس په سيمه کې د جګړې خطر ډېر زيات شوی دی.
جيـفـريـز ويلي، ټرمپ دا ژمنه کړې وه چې په منځني ختيځ کې به سوله راولي، خو نه يوازې دا چې دغه ژمنه یې پوره نه کړه، بلکې اوسني حالت ته په کتو، د جګړې خطر تر پخوا ډېر زيات شوی دی.
نوموړي زياته کړې: «زه د دې لپاره دعا کوم چې زموږ سرتېري د جګړې له احتمالي خطرونو خوندي پاتې شي.»
جيـفـريـز دا هم ويلي، چې ټرمپ هېواد ته د خپلو نيتونو په اړه غلط معلومات ورکړل او له کانګرس څخه یې د زور د کارولو لپاره هېڅ ډول رسمي اجازه نه وه تر لاسه کړې.
د سياسي چارو شنونکي باور لري چې د ټرمپ په مشرۍ د بهرنۍ پاليسۍ تېروتنو د سيمې وضعيت لا پسې کړکېچن کړی، او اوس د امريکايي سرتېرو امنيت له جدي خطر سره مخ دی.


















