د فردو اټومي تاسیساتو د ویجاړولو ادعا رد شوه؛ چارواکي او عیني شاهدان: حالت عادي دی، خلک دې یوازې رسمي سرچینو ته پام وکړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په یوه تازه اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې د وروستیو بریدونو په اړه دې یوازې د رسمي او تخصصي سرچینو معلوماتو ته اعتبار ورکړي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د فردو او نورو اټومي تاسیساتو د ویجاړیدو په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌اساسه دي او له غیر معتبره سرچینو سرچینه اخلي.

له بلې خوا، د تسنیم خبري آژانس خبریال چې له برید وروسته سمدستي د فردو سیمې ته تللی، وايي چې د خلکو په وینا تېره شپه یوازې د هوايي مدافعې او کوچنیو الوتکو غږونه اورېدل شوي، خو نه کومه لویه چاودنه شوې او نه هم د اور یا لوګي نښې لیدل شوې دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دغه مرکز ته یوازې محدود تخنیکي زیان رسېدلی.

د اټومي انرژۍ سازمان هم تایید کړې چې د هسته‌ای خوندیتوب ملي مرکز تر څېړنو وروسته څرګنده کړې، چې د برید شویو سیمو شاوخوا هیڅ ډول راډیواکټیوي آلودګي نه ده ثبت شوې.

سازمان وايي، ناسم تحلیلونه او اوازې د خلکو د ذهن مغشوشولو هڅه ده او باید دا ډول ناسم معلومات د اندېښنې بنسټ ونه ګرځي.

همداراز د فردو د سیمې اوسېدونکي وايي، اوس وضعیت عادي دی، د قم–کاشان او اصفهان لاره پرانیستې ده، او ورځنی ژوند روان دی.

چارواکي له خلکو غواړي چې د شکمنو سرچینو پر ځای، یوازې د اټومي انرژۍ سازمان او د هسته‌ای خوندیتوب ملي مرکز له لوري خپاره شوي معلوماتو ته پام وکړي او له شایعاتو ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button