پر اسرائیلو د ایران ستر برید پیل شو؛ د تل ابیب په ګډون د اشغالي فلسطین ګڼو ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د عبراني او ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو له لوري پر اسرائیلو پراخ پوځي برید پیل شوی، چې پکې د تل ابیب، حیفا، بئرالسبع، او اشدود په ګډون ګڼو ښارونو کې مهم پوځي او استخباراتي اهداف په نښه شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایران په بېساري کچه توغندیز بریدونه کړي، چې ګڼ پوځي او ستراتیژیک اهداف یې په نښه کړي دي. د اسرائیلي رسنیو د وینا له مخې، د بریدونو شدت دومره دهے چې د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه د ټول اشغالي فلسطین په ښارونو کې اورېدل کېږي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په یوه بیانیه کې اعلان کړی:
> “دا برید د فلسطین د مظلومو خلکو د وینو انتقام دی. زموږ توغندي د صهیونیستي رژیم د مهمو امنیتي او استخباراتي مرکزونو لور ته استول شوي دي.”
عیني شاهدان وايي چې د تل ابیب په مرکزي سیمو کې څو پرلهپسې چاودنې شوي، او د سیمې بریښنا او مخابراتي شبکې یې اغیزمنې کړي دي.
بلخوا، د اسرائیلي پوځ ویاند دا بریدونه بېساري بللي او ویلي یې دي چې د هوايي دفاع سیستمونه فعاله شوي، خو د توغندیو له ډلې ځینې یې هدف ته رسېدلي دي.
د بریدونو د مالي او ځاني زیانونو کره معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو ګڼو روغتونونو کې بیړني حالت اعلان شوی دی.



