د ايران په ګیلان کې خونړی تروریستي برید؛ د يو اتوم پوه په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۳۳ ټپيان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ايران د ګیلان ولایت چارواکي وايي، چې د آستانه اشرفیه ښار په یوه تروریستي برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دې برید کې څلور کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ګڼ شمېر نورې نږدې ودانۍ هم د چاودنې له امله زیانمنې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې ۵ کسان په روغتون کې بستر دي او ۲۸ نور سرسري درملنه شوې. چارواکي وايي، چې د وژل شویو او ټپیانو له ډلې ۱۶ تنه ښځې او ماشومان دي.
هممهاله، د ایران دولتي رسنیو تأیید کړې، چې محمدرضا صدیقی صابر – چې د اسلامي جمهوریت له اټومي پروګرام سره تړاو لرونکی لوړپوړی چارواکی و – د تیرې شپې په برید کې وژل شوی دی.
ویل شوي، چې نوموړی د تحقیقې او صنعتي برخو د اټومي پروژو یو مهم مسؤول و، چې دوه میاشتې مخکې د امریکا له خوا د کيمياوي وسلو د پراخولو په تور پرې بندیز لګول شوی و.



