تسنیم آژانس: د اوربند تر اعلان وروسته له ایران څخه د اشغالي سیمو پر لور د توغندیو د توغولو راپورونه ناسم دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، هغه خبرونه ناسم دي چې ګواکې له ایران څخه د اشغالي فلسطیني سیمو پر لور د اوربند تر اعلان وروسته توغندي توغول شوي دي.

آژانس وایي، دا ادعاوې د صهیونیستي رژیم له لوري خپرې شوي او له واقعیت سره هېڅ تړاو نه‌لري.

په ورته وخت کې، د صهیونیستي رژیم کابینې د یوې رسمي اعلامیې له لارې اعلان کړی چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر د وړاندیز پر بنسټ له ایران سره د دوه‌اړخیز اوربند پرېکړه منلې ده.

دغه ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې د صهیونیستي رسنیو په وینا، د ایران په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.

تسنیم خبري آژانس وایي، دا ډول بې‌اساسه راپورونه د صهیونیستي رژیم له لوري د فضا مغشوشه کولو او خپلو ناکامیو پټولو هڅه ده، او ایران تر دې دمه له اوربند وروسته هېڅ ډول نظامي برید نه‌دی ترسره کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button