‏کورنيو چارو وزارت: د نړیوالو له مرستې پرته د نشه‌يي توکو کچه صفر کړې؛ ۲۷ زره قاچاقبران نیول شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د نشه‌يي توکو پر ضد نږدې ۹۸ زره عملیات ترسره شوي او له دې امله تر ۲۷ زرو ډېر قاچاقبران نیول شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې نن (پنجشنبه، ۵ چنګاښ) په کابل کې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وکړې.
ښاغلي قانع زیاته کړه، چې له اسلامي امارت سره د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې نه له نړیوالې ټولنې، نه له سیمې او نه هم له ګاونډیو هېوادونو کومه مرسته شوې، خو بیا هم اسلامي امارت په لنډ وخت او محدودو امکاناتو دا کچه صفر ته راټیټه کړې ده.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت ژمن دی چې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه جدي روانه وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button