بهرنیو چارو وزارت: په مسکو کې له افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه له نږدې څارو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د شېرېمیتوا نړیوال هوايي ډګر پر افغان ماشوم د تاوتریخوالي پېښه له نږدې څاري. دغه وزارت په رسمي اعلامیه کې زیاته کړې، چې پېښه د یوه بېلاروسي وګړي له لوري رامنځته شوې او قضیه د روسیې له اړوندو ادارو سره د حقوقي او ډیپلوماټیکو لارو پرمخ روانه ده.
د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې چې موضوع تعقیب کړي او پایلې یې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي.
د سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د ټپي شوي ماشوم پوښتنې ته ورغلی او د هغه له کورنۍ سره یې د وزارت له لوري ورکړل شوې نغدي مرسته هم سپارلې ده. ښاغلي یاسر له کورنۍ سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مجرم دا مهال د روسیې د امنیتي بنسټونو له لوري نیول شوی او دوی له روسیې فدراسیون څخه غوښتنه کړې چې د پېښې عامل جدي تعقیب کړي او قانوني سزا ورکړي.



