د ټرمپ اداره غواړي د ایران کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د امریکا د “سيانان” خبري شبکې د راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره دا مهال هڅه کوي چې د ایران لپاره نژدې ۳۰ میلیارده ډالرو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
سرچینې وايي، یادې هڅې کې د بندیزونو نرمول، د کنګل شوو شتمنیو آزادول او ایران د اټومي پروګرام له نظامي اړخه لېرې ساتل شامل دي.
د راپور له مخې، دغه هڅې به د دې لپاره وي چې تهران بېرته د خبرو مېز ته راوګرځې او خپل اټومي پروګرام غیرنظامي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د ایران او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د اټومي پروګرام پر سر اختلافونه دوام لري.



