غزه کې صهیونیستي اشغالګرو ته درنه مرګژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۶چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
فلسطیني مقاومتي ډلو تېره شپه یوځل بیا پر اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو درانه بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو صهیونیستي عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د حماس پوځي څانګې القسام او د اسلامي جهاد د قدس لېوا ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې پر صهیونیستي ځواکونو بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴ عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو له مخې، مقاومت د ځمکنیو، ماینونو، کمینونو، لاسي بمونو او ټانک ضد وسلو څخه کار اخلي او د صهیونیستي ځواکونو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.
په ورته مهال، د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا ویاند ابوعبیده ویلي، چې تر هغه چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د صهیونیستي عسکرو د وژلو لړۍ به روانه وي. نوموړي زیاته کړې، چې د دوی مبارزه د خپل ملت د دفاع لپاره ده او د اشغال پاییې یوازینۍ موخه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رسنۍ هم خپلو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو خبر ورکړی، خو د دقیق شمېر له اعلان څخه یې ډډه کړې.
غزه کې روانه جګړه ورځ تر بلې شدت مومي او فلسطیني مقاومت وايي، چې د اشغالګرو پر ضد به تر بریا پورې مبارزه کوي.



