پوتین: روسیه د اوکراین سره د مذاکراتو، د زرګونو وژل شويو سرتېرو د تسلیم او پوځي لګښتونو د کمښت لپاره چمتو ده

(کابل ټکی کام، جمعه، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تازه څرګندونې کړي او ویلي يې دي چې مسکو چمتو دی د اوکراین سره د سولې خبرو نوې پړاو په استانبول کې پیل کړي.

پوتین همداراز ویلي، روسیه اماده ده چې اوکراین ته د خپلو ۳۰۰۰ نورو وژل شویو سرتېرو جسدونه وسپاري.

د روسي ولسمشر د څرګندونو له مخې، د پخواني امریکایي ولسمشر ډونالډ ترمب د هڅو له امله د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د رغېدو بهیر پیل شوی دی.

ولادیمیر پوتین دا هم ویلي چې روسیه پلان لري په راتلونکې کې خپل پوځي لګښتونه راکم کړي، چې دا د لویدیځو هېوادونو له اوسني نظامي سیاست سره توپیر لري.

پوتین د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې د شخړو حل باید له سیاسي لارو وشي، خو د خپلو ملي ګټو دفاع ته هم ژمن پاتې کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button