په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۷۲ فلسطنيان د اسرائيلي بمبارۍ له امله شهيدان شوي

(کابل ټکی کام، جمعه، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلي اشغالګرو د پرله‌پسې بمباریو له امله لږ تر لږه ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۴ نور ټپیان دي.

یاد وزارت زیاتوي چې د تېر کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر نن ورځې پورې د اسرائيلو له لوري پر غزه د روانو بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۵۶,۳۳۱ تنو ته رسېدلی، او له ۱۳۲,۶۰۰ زیات نور کسان ژوبل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، او روغتیايي بنسټونه خبرداری ورکوي چې د درملو، تجهیزاتو او برېښنا نشتوالی د ژغورنې چارې له جدي خنډ سره مخ کړې دي.

بشري بنسټونه او نړیوال سازمانونه د جګړې ژر تر ژره درولو غوښتنه کوي، خو تر اوسه د نړیوالو هڅو پایله نه ده ورکړې او اسرائيلي اشغالګر ځواکونه پر عامو خلکو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې هره ورځ پکې لسګونه تنه ماشومان، سپين ږيري او زنانه شهيدان کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button