اسرائيلي اشغالګرو نن د جنوبي لبنان لس سيمې بمبار کړې

(کابل ټکی کام، جمعه، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

اسرائيلي ځواکونو د جمعې په ورځ د جنوبي لبنان پر بېلابېلو سيمو پراخې او درنې هوايي بمبارۍ وکړې.

د لبنان د ملي رسنيو د راپورونو له مخې، د احراج علي الطاهر، کفر تبنيت لوړې، النبطیه الفوقا، او قلعه الشقيف سيمې د اسرائيلو د جګړه‌يي الوتکو له لوري په نښه شوې دي. ويل کېږي چې تر لسو زياتې سيمې تر دې دمه تر بمبار لاندې نيول شوي، چې له امله یې د خلکو تر منځ وېره خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، اسرائيلي ځواکونه د (لړزه‌يي توغندیو) څخه کار اخلي، چې د زورور انفجار له لارې پراخ تخريب رامنځته کوي. په النبطیه کې د عامه سړک پر سر یو اپارتمان هم په نښه شوی، چې له امله یې یوه مېرمن شهيده شوې او ۱۱ تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د اسرائيلو پوځ ادعا کړې چې دا بریدونه د حزب‌الله اړوندې تاسیسات په نښه کوي، چې ګواکي د ترمیم هڅې يې روانې وې.

د لبنان صدراعظم نواف سلام دغه بريدونه په کلکه غندلي او ويلي يې دي چې دا عمل د لبنان پر ملي حاکميت ښکاره تېری او د نوومبر ۲۰۲۴م د اوربند هوکړې ښکاره نقض دی.

هغه ټينګار وکړ چې دا ډول بريدونه د سيمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

بل‌خوا، حزب‌الله خبرداری ورکړی چې تر څو اسرائيل د اوربند تړون ته ژمن نه شي، جګړه پای ته نه رسېږي، او د هر ډول اشغال مسووليت يې د واشنګټن په غاړه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button