ټرمپ: د خامنه‌اي د دروغجنو څرګندونو له امله مې د بندیزونو د نرمښت هڅې بندې کړې

(کابل ټکی کام، جمعه، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې د ایران د بندیزونو د نرمښت لپاره هلې ځلې کولې، څو دغه هېواد ته د چټکې اقتصادي بیا رغونې زمینه برابره شي، خو د ایران له خوا د غوسې او کرکې ډک بیان د ده هڅې له خنډ سره مخ کړې.

ټرمپ نن په خپل بیان کې ویلي:”په تېرو څو ورځو کې ما د بندیزونو د رفع کولو، او نورو اقداماتو په اړه کار کاوه، چې دې به ایران ته یو ښه فرصت برابر کړی وای، ترڅو چټکه او بشپړه اقتصادي بیارغونه تجربه کړي. بندیزونه ډېر دردونکي دي! خو، نه، پر ځای یې ما یو له کرکې، غوسې او نفرت نه ډک بیان ترلاسه کړ، نو ما هم پر ځای پرېکړه وکړه چې دا هڅې ژر تر ژره بندې کړم.”

همداراز، ټرمپ د ایران د مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي وروستۍ څرګندونې هم وغندلې، او ویې ویل چې دا خبرې د دروغو پرته بل څه نه دي.

هغه زیاته کړه:”هغه څوک چې ځان ‘لوړ مشر’ بولي، په ناپوهانه توګه ادعا کوي چې د جګړې له کبله ټوټې شوی ایران په اسرائیل باندې بریا ترلاسه کړې. دی پخپله پوهېږي چې دا خبره دروغ ده، او که رښتیا هم یو مذهبي او د باور لرونکی سړی وي، نو باید دروغ ونه وایي.”

ټرمپ مخکې هم پر ایران سخت انتقادونه کړي او د ولسمشرۍ پر مهال یې پر دغه هېواد سخت اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button