له یمن څخه پر اسرائيلي اشغالګرو توغندي توغول شوي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، له یمن څخه د اسرائیل پر لور توغندی توغول شوی دی، چې له امله یې په بېلابېلو سیمو کې د خطر یا زنګونه غږول شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، د اسرائیل په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د سوړ سمندر هوټلونو سیمه او بئر السبع ښار کې د خطر زنګونه فعال شوي دي.
اسرائیلي پوځ (IDF) ویلي، دفاعي سیستمونه د دغه توغندي د شنډولو لپاره فعال شوي او هڅې روانې دي چې د هر ډول احتمالي خطر مخه ونیسي.
تر دې دمه د یاد توغندي د هدف، د راپریوتو یا د اوښتو زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.



