میدان وردګو او لوګر کې سېلابونو خلکو او کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه اړولي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د میدان وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، تېره شپه د نرخ، چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه ریاست مشر فیض‌الله جلالي په وینا، د نرخ ولسوالۍ په څینځایي سیمه کې د سېلاب له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. نوموړي زیاته کړې، چې سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې له منځه وړي او زیاتې لارې یې ویجاړې کړې دي، چې له امله یې د خلکو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته شوې دي.

په ورته مهال، تېره شپه ناوخته په لوګر ولایت کې هم د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، ګڼ کورونه ویجاړ او سلګونه کورنۍ بې کوره شوې دي.

د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني نن سهار له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې او له خلکو سره یې د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د بېړنیو مرستو رسولو ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي مدني اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، چې د زیانمنو سیمو لپاره بېړني روغتیایي او مرستندویه ټیمونه واستوي او د خلکو ستونزې په عاجل ډول حل کړي.

همدارنګه والي له مرستندویه بنسټونو، سوداګرو او اړوند ادارو غوښتنه کړې، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button