عراقچي: که ټرمپ تړون غواړي، باید د خامنه ای په اړه سپکې او بې ادبه خبرې پريږدي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی. عراقچي ویلي، که ټرمپ په ریښتیا غواړي له ایران سره یو تړون وکړي، باید د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای په اړه خپل «بې ادبه او د نه منلو وړ» خبرې پرېږدي او د میلیونونو پیروانو زړونه مات نه کړي.

عراقچي ټینګار کړی، چې ایرانیان خپل فرهنګي ارزښتونه او خپلواکۍ ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی برخلیک وټاکي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې د امریکا او اسرائیل په وړاندې په ګواښیزه ژبه ویلي، که خیالي محاسبات او غلطې پرېکړې ایران ته ګواښ پېښ کړي، نو ایران به د خپلو دفاعي وړتیاوو ښکاره کولو کې هېڅ ډول تردد ونه کړي.

د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ تازه ویلي و، خامنه ای ډېره سخته ماتې خوړلې او که ریښتینی وي، اعتراف دې وکړي.

هغه همداراز ګواښ کړی، که ایران د یورانیم غني کولو ته دوام ورکړي، نو بمباري به پرې وکړي.

په ځواب کې، عراقچي ټینګار کړی چې د امریکا «ښه نیت» به ښه نیت زېږوي او یوازې د متقابل درناوي له لارې د تړون امکان شته.

مربوطه مطالب

Back to top button