د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: د ایران او اسرائیل جګړه «موقتي» بنده شوې ده

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ روانه جګړه یوازې «موقتي» بنده شوې ده. نوموړي ویلي، چې د جګړې د درولو تړون پر دې فرضیه شوی، چې د ایران اټومي وړتیاوې ویجاړې شوې دي، خو په ټینګار یې ویلي چې اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ له منځه وړلو وړتیا نه لري.

هاکان فیدان زیاته کړې، چې د ایران ځوابي بریدونه د ځان دفاع په چوکاټ کې ترسره شوي او په ډاګه کړې یې ده چې امریکایي بریدونو د ایران پر اټومي پروګرام هم زیانونه اړولي دي. نوموړي څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو مخکې د پیغام تبادله شوې، چې دا کار د جګړو په تاریخ کې بې‌ساری ګڼل کېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د اوسني موقتي اوربند د دوام لپاره اړینه ده چې ایران او امریکا ترمنځ یوه پراخ هوکړه وشي. فیدان دا هم ویلي، چې اسرائیل د خپلې سیاسي بقا لپاره سیمه ناامنه کوي او زیاته کړې یې ده چې ترکیه د خپلې خاورې د دفاع لپاره له هر ډول هڅو څخه استفاده کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button