اقتصادي معاونیت: افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او په ۱۰۰ برخو کې نیمه خودکفایۍ ته رسېدلی

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):
د اقتصادي چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په صنعتي برخه کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو فابریکو په فعالېدو سره اوس په ۱۳۰ برخو کې په بشري اوبو او ۱۰۰ برخو کې نیمه خودکفایي ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، دغه فابریکې ۵۷۰ ډوله توکي لکه اوړه، غوړ، مالګه، درمل، اوسپنه، سمنټ، فولاد، کیمیاوي او نور مهم تولیدات په کور دننه تولیدوي. په یادو فابریکو کې شاوخوا ۱۳۵ زره هېوادوال په مستقیم ډول بوخت دي.
اقتصادي معاونیت وايي، اسلامي امارت د صنعتي فابریکو ملاتړ لپاره ګڼ اقدامات کړي دي، لکه د فابریکو د مصرفي موادو د قاچاق مخنیوی، په وارداتي توکو تعرفې زیاتول او په کور دننه تولید ته پاملرنه.
مسوولین وايي، دا هڅې به د کورني صنعت د ودې او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرولو کې مهم رول ولوبوي.



