له ايران راستانه شوي زرګونه کډوال؛ اسلام قلعه کې پاخه خواړه او روغتيايي مرستې ترلاسه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو کډوالو ته ‎بېړنۍ بشري او ‎روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
سيمه کې د افغاني سرې مياشتې د دوه‎ ګرځنده روغتيايي ټيمونو لخوا په سلهاوو کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي، او پر ۴ زرو تازه راستانه شوو کډوالو د پخو خوړو ترڅنګ د څښاک اوبه هم وېشل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دا لړۍ نه يوازې په اسلام قلعه، بلکې د تورخم او کندهار په انځرګي پنډغالي کې هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button