له ایران څخه د راغلو کډوالو وضعیت معلومولو په موخه لوړ پوړی حکومتي پلاوی هرات ته ورسېد

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې یو لوړ پوړی امارتي پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی دی.
یاد پلاوي کې د عبدالسلام حنفي او شیخ شهاب الدین دلاور په ګډون لوړ پوړي مشران شتون لري او هلته به له ایران ولایت څخه د را غلو کډوالو وضعیت له نږدې وګوري.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال له ایران ولایت څخه هرات ته راغلي چې حکومت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.



