پر اسرائیلو د یمني ځواکونو بریدونه؛ د انصارالله اړوند رسنۍ د پراخو زیانونو ادعا کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
یمني ځواکونو کې پر اسراییلو بالستیک توغندی توغولی، چې له امله یې د اسراییلو په سویلي سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي، دغه توغندی چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې انصارالله وسله والې ډلې توغولي ځینې یې شند او ځینې نور یې په اهدافو لګیدلي؛ خو اسرائیلي پوځ د زیانونو دقیق شمير نه دی اعلان کړی.
په ورته مهال د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع د بریدونو مسؤلیت منلی او د انصارالله اسلامي غورځنګ اړوندو رسنیو ادعا کړې، چې توغنديو د تل ابیب په ګډون یو شمېر حساسې سیمې په نښه کړي او پراخ زیانونه یې اړولي دي.



