د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب؛ حماس خبرو اترو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی، چې د غزې د محاصرې او وحشیانه بمبارۍ د بندېدو په موخه د منځګړو هېوادونو له خوا وړاندې شوی د اوربند چوکاټ یې له فلسطیني ډلو سره تر مشورو وروسته ارزولی او خپل ځواب یې وړاندې کړی دی.

د حماس له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:
“موږ د منځګړو له خوا وړاندې شوی وړاندیز له مسؤلیت او ملي یووالي سره ارزولی، او زموږ ځواب مثبت دی. موږ چمتو یو چې د دغه چوکاټ د تطبیق لپاره سمدستي خبرو اترو ته داخل شو.”

حماس ویلي، چې د غزې د خلکو وینه او کړاوونه باید پای ته ورسېږي، او د اوربند د هر ډول ابتکار ملاتړ کوي چې د فلسطین د خلکو مشروع حقوقو ته درناوی ولري.

سرچینو ویلي، چې د قطر، مصر او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د اسرائیلي یرغل پای ته رسولو او د بندیانو د تبادلې لپاره څو پړاوه موافقه رامنځته کړي.

په ورته وخت کې، اسراییلي لوري تراوسه په رسمي ډول د حماس د ځواب په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د عبراني رسنیو په حواله، اسراییلي مقاماتو دا “محتاطانه مثبت” ګام بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button