د حماس له ځواب وروسته؛ د غزې د اوربند د وړانديز مهم ټکي ښکاره شول

(کابل ټکی کام، شنبه، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴):

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې، د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند په اړه تازه وړانديز شوې طرحه په ډاګه شوې ده، چې له مخې به ۶۰ ورځو لپاره اوربند کېږي او دا به د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقيم ضمانت ترسره کېږي.

د “آي ۲۴ نيوز” په حواله، په دې وړانديز کې اسرائيل پر دې مکلف شوی چې د اوربند په موده کې له هر ډول بريد څخه لاس واخلي، په مقابل کې به د اسرائيلي بنديانو په مرحله‌يي ډول خوشې کېدل ترسره کېږي.

د وړانديز له مخې، په لومړۍ مرحله کې به د اوربند په لومړۍ ورځ ۸ ژوندي اسرائيلي بنديان خوشې کېږي، او د اوومې ورځې په پای کې به د ۵ وژل شوو بندیانو مړي وسپارل شي.

همداراز، په دېرشمه ورځ به نور ۵ مړي، او په پنځوسمه ورځ به دوه نور ژوندي اسرائيلي بنديان خوشې شي.

په وروستۍ مرحله کې، د شپېتمې ورځې په پای کې به د ۸ نورو بنديانو مړي بېرته سپارل کېږي.

حماس تر اوسه د اوربند د دغه مادو په اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، شونې ده چې په غزه کې د اوربند يوه هوکړه په راتلونکې اوونۍ کې نهايي شي.

ټرمپ، چې پرون د شنبې په ورځ په هوايي بېړۍ کې له خبريالانو سره خبرې کولې، زياته کړه چې د حماس له خوا د امريکايي وړانديز په اړه مثبت غبرګون څرګند شوی دی.

د هغه په وينا، «يو واقعي امکان شته چې په غزه کې د جګړې بندولو په اړه يوه هوکړه راتلونکې اوونۍ وشي».

مربوطه مطالب

Back to top button