امريکا: په ټکساس کې د سېلابونو له امله ۲۵ تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴):
د امريکا د ټکساس ايالت چارواکو اعلان کړی چې په دغه ايالت کې د وروستيو سختو سېلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې تر اوسه له ۲۳۷ زيات کسان له سېلاب ځپلو سيمو ژغورلي دي.
راپورونه ښيي چې لا هم د اوبو سطحه لوړه ده او په ګڼو سيمو کې کورونه او لارې اوبو لاندې کړي دي. د ژغورنې ډلې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او د متاثره شوو خلکو د خوندي ځایونو ته د لېږد هڅې روانې دي.
چارواکو پر خلکو غږ کړی چې بېړني خبرداري جدي ونيسي او له خطرناکو سيمو څخه په وخت ځان اوباسي.
هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د نورو سختو بارانونو او سېلابونو د رامنځته کېدو اندېښنه شته، چې له امله يې د وضیعت لا پسې خرابېدو وېره څرګندېږي.



