ولسمشر اردوغان: د افغانانو هوساینې لپاره رغنده ګامونه اخلو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د افغانانو د هوساینې، ارامتیا او پرمختګ لپاره رغنده او رښتیني ګامونه واخلي.
اردوغان دغه څرګندونې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړي او ویې ویل:
“ترکیې تل هڅه کړې، چې د افغانستان خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، موږ به همداسې دوامدار ملاتړ ته ژمن پاتې شو.”
د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او ګاونډیانو هم وغوښتل، چې د افغانستان د ولس کلک ملاتړ وکړي او له دې مظلوم ملت سره د سولې، ثبات، او پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان له کلونو جګړو، مداخلې او غربت وروسته اوس د یو نوي فصل پر لور روان دی، او نړیوال باید د دغه فصل ملاتړ وکړي، نه دا چې د فشار یا منزوي کولو سیاست غوره کړي.
د ویلو ده، چې ترکیې په تېرو کلونو کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، لکه روغتیا، تعلیم، بنسټیزو خدمتونو او بشري مرستو برخو کې پراخه همکاري کړې ده.



